کراچۍ۔ 23 اپرېل (اے پي پي) د سندھ ګورنر کامران خان ټیسوری سره د ايران قونصل جنرل حسن نوریان په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ ګورنر هاؤس څخه د جاري شوې اعلاميې له مخې په ملاقات كښې په پاك ايران اړيكو ٬ د ايراني صدر د پاكستان په دوره او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د سندھ ګورنر ووئيل ایران سره د مينې اړيكې لرؤ كومې به چې د ايراني صدر دورې سره لا مستحكمې شي۔