لاهور 22 اپرېل (اے پي پي) هند څخه خپل مذهبي رسومات ادا كولو لپاره راغلي سکھ ياتري خپل هېواد ته ستانه شول۔ د متروكه بورډ وياند له مخې نزدې 2700 سكھ ياتري د بېساكهي مېلې او د نورو مذهبي رسومات ادا كولو په لړ كښې د پاكستان په دوره راغلې وو٬ دغسې هندي سکھ ياتري خپله لس ورځنۍ ياترا ترسره كولو نه وروستو د واهګه بارډر د لارې هند ته ستانه شول ۔ د پاکستان سکھ ګردواره پربندھك كمېټۍ پردھان او د اقليتي چارو صوبائي وزير سردار رمېش سنګھ اروړا، ډائريکټر جنرل پي آئي ډي خواجه معاذ طارق، د بورډ د شرائن دوهم سېكتر رانا شاهد او نورو لوړ پورو سکھ ياتري ته په مخه ښه ووئېل۔ په دې موقع سکھ ياتريانو د پاكستان لخوا مينه او احترام خپله سرمايه وګرځوله ۔ دوي ووئيل پاكستان مونږ له ډېره مينه راكړې٬ پاكستان زمونږ دوېم كور دے ٬ د پاكستان مېلمستياﺀ د نه هېرېدو ده۔ دوه په ښه انتظامات د پاكستان د حكومت او د ګوردواره پربندك كمېټۍ مننه وكړه