د پي پي 290 ضمنی ټاكنو كښې د مسلم ليګ (ن) كانديد سردار علی احمد خان لغاري کامیاب وګرځولے شو

ډېرہ غازی خان۔ 22 اپرېل(اے پی پی) د ډیرہ غازی خان د حلقه پي پي 290 ضمنی ټاكنو كښې د مسلم ليګ (ن) كانديد سردار علی احمد خان لغاري 62 زره 484 رائے ترلاسه كولو سره کامیاب وګرځولے شو۔ د هغه په مقابل كښې د پاكستان تحريك انصاف ٬ سني تحريك كانديد سردار محي الدين خان كھوسه 23 زره 670 رائے ترلاسه كړې۔ د الېکشن کمېشن آف پاکستان ؍ریټرننګ آفیسر …

ډېرہ غازی خان۔ 22 اپرېل(اے پی پی) د ډیرہ غازی خان د حلقه پي پي 290 ضمنی ټاكنو كښې د مسلم ليګ (ن) كانديد سردار علی احمد خان لغاري 62 زره 484 رائے ترلاسه كولو سره کامیاب وګرځولے شو۔ د هغه په مقابل كښې د پاكستان تحريك انصاف ٬ سني تحريك كانديد سردار محي الدين خان كھوسه 23 زره 670 رائے ترلاسه كړې۔ د الېکشن کمېشن آف پاکستان ؍ریټرننګ آفیسر لخوا د جاري شوي غېر سركاري او غېر حتمي نتيجو له مخې په حلقه كښې د رجسټرډ ووټرانو شمېره 1 لاک 93 زره 960 ده په كومو كښې چې 105454 سړي او 88506 مېرمنې دي۔ په دې حلقه پي پي 290 كښې په مجموعي توګه 89 زره 580 ووټونه کاسټ كړے شول په كومو كښې چې 49 زره 521 سړي او 40 زره 59 مېرمنې شاملې وې۔ د شمېرې په مهال 1796 رائے مسترد كړې شوې ٬ د كارولے شوو رايو شرح 46.18 فیصده پاتې شوه