كوز دير پولیس ضمنی بلدیاتی ټاكنو لپاره سیکورټی پلان جوړ كړو

دیر لوئر 21 اپرېل (اے پي پي) د كوز دیر پولیس ضمنی بلدیاتی ټاكنو لپاره سیکورټی پلان جوړ كړې دې۔د بلامبټ تحصیل چیرمېن خالي شوې چوكۍ لپاره ووټنګ به په 28 اپرېل کېږي،په دې لړ كښې د كوز دير ډسټرکټ پولیس آفیسر دفتر څخه جاري شوې الیکشن سیکورټی پلان له مخې مجموعي 99 پولنګ سټیشنې الیکشن لپاره مقرر کړې شوي چې پكښې 19 نارمل،49 حساس،31 زياتې حساس دي،حلقه كښې 80338 نارينه او 65261 ميرمني ووټراني رجسټر دي،الیکشن کمېشن د ټاكنو لپاره 99 پولنګ سټیشن او 266 پولنګ بوتھ مقرر کړې دي چې پكښې ميرمنو لپاره 19 پولنګ سټیشنې او 116 پولنګ بوتھ مقرر کړې شوي ،سیکورټی پلان له مخې امناكه او سپيځلو ټاكنو په غرض 8 سوه څخه زيات پولیس اهلکار به الیکشن په مهال وظيفه ترسره كوي ،ایکټنګ ډی پی او لوئر دیر رشید خان ووئيل ضمنی بلدیاتی ټاكنو لپاره د كوز دير پولیس ټولي تيارۍ بشپړ كړې دي۔