ډیره غازی خان 21 اپرېل (اے پي پي) د ډیره غازیخان صوبائی حلقه پی پی 290 كښې ضمنی ټاكنو لپاره پولنګ سهار 8 بجے پيل شوې كوم به غير د څه دمې تر ماښام 5 بجے روان وي۔تفصیلاتو له مخې 19 لكهه 39 زره 560 ووټران به خپل ووت كاسټ كوي چې پكښې 88506 ميرمني او 105454 نارينه شامل دي۔ضمنی ټاكنو كښې د بيلو سیاسی ګوندونو او آزاد حیثیت سره 7 كانديدان برخه اهلي۔چې پكښې د مسلم لیګ ن كانديد سردار علی یوسف لغاری او د پاكستان تحریك انصاف حمایت یافته كانديد سردار محی الدین كھوسه ترمينځه سخته مقابله ده۔حلقه كښې 117 پولنګ سټېشنې جوړې شوي چې پكښې 15 زيات حساس او 54 حساس ګرځولې شوي۔ حلقه كښې د امن و امان فضا په ځائې ساتلو لپاره 1900 څخه زيات پولیس اهلكار تعینات كړې شوي دې نه ځانله پولیس او قانون نافذ كونكو ادارو ګاړی په كزمه دي۔دا خبره دې ياده وي چې سږ كال د ټول ټاكنو په مهال حلقه این اے 186 او پی پی 290 څخه وفاقی وزیر سردار اویس احمد خان لغاری كامیاب شوې او د هغه د اړخه پی پی 290 چوكۍ په خالی كيدو دې حلقه كښې ضمنی ټاكني كېږي۔