په خېبرپښتونخوا كښې د بارانونو په نتيجه كښې په بېلو پېښو كښې په مجموعي توګه 36 كسان مړه ٬ 53 ژوبل شول

پېښور 19 اپرېل (اے پي پي)خېبرپښتونخوا كښې د بارانونو له امله د شوي ځاني او مالي زيان په اړه صوبائي ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(پي ډي اېم اے)رپورټ جاري كړو ۔د پي ډي اېم اے وياند له مخې خېبرپښتونخوا كښې د 12 اپرېل څخه تراوسه د بارانونو په نتيجه كښې پیښو كښې په مجموعي توګه 36 كسان مړه او 53 ژوبل شوي۔د دې نه علاوه د بارانونو له امله 2 زره 391 كورونو ته زيان رسېدلے چې پكښې 388 كورونو ته په بشپړه توګه او 2 زره كورونو ته جزوي زيان رسېدلے ۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی په هدايت پي ډي اېم اے د بارانونو څخه ځپليو كسانو مرستې لپاره 11 كروړه روپۍ جاري كړي او ځپليو سيمو انتظاميې ته د مرستې سامان وركړے شوے