د شهيدو شوو كسټم اهلكارو د جنازې مونځ ادا كړے شو

پېښور 19 اپرېل (اے پي پي)په ډېره اسماعيل خان كښې تېره ورځ د نامعلومه كسانو ډزو د شهيدو شوو دوه كسټم اهلكارو افتخار عالم او شهاب علي د جنازې مونځ كسټم هاؤس پېښور كښې ادا كړے شو۔د جنازې په مونځ كښې د كے پي كے ګورنر غلام علي٬پوليس آئي جي اختر حيات خان پشمول نورو چارواكو ګډون كولو۔په دې موقع د كسټم چټك ډلې د شهيدانو ته سلامي وكړه۔د جنازې مونځ نه پس د شهيدانو افتخار عالم او شهاب علي مړي خاورو ته سپارلو لپاره خپلو سيمو ته روان كړے شول