د بلوچستان اسمبلۍ لنډ مهاله سپيکر په اخونزاده چټان بريد وغندلو

کوئټه 18 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ لنډ مهاله سپيکرې غزاله ګوله د پيپلز پارټي په لارښود اخونزاده چټان د بريد غندنه وكړه۔ د غندنې خپل بيان كښې دې ووئيل د يوې منصوبې له مخې هېواد دښمنه عناصر د هېواد حالات خرابولو هڅې كوي٬ دا ډول بريدونه د وركرز حوصلې نشي ماتولې۔ دې ووئيل صوبائي حكومت دې اولس ته هر ډول تحفظ وركړي۔