پېښور٬د دوو ډلو په ډزو كښې 2 كسان مړه شول

پېښور 17 اپرېل (اے پي پي)د پېښور انقلاب تهاڼې په حدود كښې د دوو ډلو ترمينځه د ډزو په نتيجه كښې دوه كسه مړه شوي۔د پوليس له مخې پېښه د انقلاب تهاڼې په سرغاړي چوك سيمه كښې رامخې ته شوې چرته چې د دوو ډلو ترمينځه ډزې شوي ۔د ډزو په نتيجه كښې دوه كسه په ټكي مړه شوي او اطلاع ترلاسه كېدو سره پوليس د پېښې ځاے ته رسېدلې۔پوليس له مخې پېښه د پخوانۍ دښمنۍ ښكارېږي خو د پېښې په اړه لا پلټنې پېل كړې شوي