د سركاري روغتونونو طبي عملې ته د چمتو پاتې كيدو امر شوے٬ د بلوچستان د روغتيا سيكرټري

کوئټه۔ 15اپرېل (اے پی پی) د بلوچستان د روغتيا سېكرټري عبد الله خان وئيلي دي د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د بارانونو په مهال د روغتونونو طبي عملې ته د هائي الرټ پاتې كېدو هدايات جاري كړي۔ دې ځاے څخه په جاري شوي يو بيان كښې ده ووئيل د بارانونو او سېلاب په مهال د بلوچستان ټولو سركاري روغتونونو ته په كوم هم بېړني صورتحال قابو موندلو له د هائي الرټ پاتې كېدو امر شوے۔ ده ووئيل ټول هېلتھ او پی پی اېچ آئی اېمبولېنسز هائي الرټ ساتلې شي۔ ده زياته كړه چې د بلوچستان د روغتيا څانګه د غېر معمومي صورتحال مخنيوي لپاره كه پاك پرودګار ته منظور وي چمتو ده