خېبرپښتونخوا كښې د بارانونو په مهال د چتونو لوېدلو له امله د مېرمنو او ماشومانو پشمول 13 كسه په حق ورسېدل

پېښور 15اپرېل (اے پی پی) خېبرپښتونخوا كښې د پرله پسې بارانونو په مهال د چتونو لوېدو له امله د مېرمنو او ماشومانو پشمول 13 كسه په حق رسېدلي ۔د تفصيلات له مخې كوز دير كښې خال لقمان بانډه سيمه كښې د خاورو كمر لوېدلو له امله د كور چت پريوتے چې څلور كسان تر لاندې ګير شوي۔په اطلاع ترلاسه كېدو رېسكيو ډيزاسټر وهيكل٬رېسكيو ايمبولينس او رېسكيو ډلې د پیښې ځاې ته ورسېدلې او كاروائي كولو سره ئې د ملبې لاندې ګير كسان په راويستلو روغتون ته منتقل كړل ۔ د ابتدائي اطلاع تر مخه په كور د خارورو كمر رالوېدو په سبب څلوڅ كسان د ملبې لاند ېګېر شوي وو