د خيبر پښتونخوا په بيلو ضلعو كښې د بارانونو د لاسه 8 كسان مړه ٬ 12 ژوبل

پېښور ۔ 15 اپریل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې تېرو درې ورځو څخه د روانو بارانونو په نتيجه كښې 8 كسان مړه او 12 ژوبل شوي دي۔ د پي ډي اېم اے لخوا د جاري شوي رپورټ له مخې په حق رسېدليو كښې 4 كوچنيان ٬ 3 سړي او يوه مېرمن او په ژوبل شويو كښې 4 مېرمنې ٬ 6 سړي او 2 كوچنيان شامل دي۔ په بېلو ضلعو كښې د دېوالونو او چھتونو پرېوتو د لاسه په مجموعي توګه 85 كورونه زيانمن شول په كومو كښې چې 15 په بشپړ ډول او 70 ته په جزوي توګه زيان ورسېد۔ د رپورټ له مخې د صوبې په بېلو ضلعو دیر اپر، چترال لوئر، سوات، ملاکنډ او باجوړ كښې د ځاني او مالي زيان پېښې رامخې ته شوې۔ د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ لخوا اړوندې انتظاميې ته ځپليو كورنيو سره د فوري مرستې او ژوبل شويو لپاره د غوره طبي آسانيو برابرولو هدايت شوے دے۔