لاهور۔15اپرېل(اے پی پی) په بیساکھی اختر كښې ګډون كولو له هند څخه راغلې 2400 سکھ یاتريان حسن ابدال څخه ننكانه صاحب ته ورسېدل۔ د متروکه وقف املاک بورډ افسرانو لخوا مېلمنو ته تود هركلې ووئيلې شو۔ د متروكه وقف املاك بورډ له مخې یاتریانو ته د استوګنې ٬ ټرانسپورټ ٬ لنګر او ميډيكل غوره آسانۍ وركولې شي۔ میډیا سره خبرو كښې سکھ لارښودو ووئيل چې ټرسټ بورډ انتظاميې زمونږ لپاره په زړه پورې انتظامات كړي دي۔ دوئي ووئيل د حكومت او متروكه وقف املاك بورډ لخوا زمونږ د مقدس ځايونو تحفظ او خيال ساتلې شي۔