په بلوچستان كښې باران ځپليو سيمو كښې رين اينډ اربن فلډ ايمرجنسي نافذ كړې شوه

کوئټه۔ 15 اپرېل (اے پی پی) د بلوچستان حكومت وياند شاهد رند وئيلي دي چې په بلوچستان كښې بارانو ځپليو سيمو كښې رين اينډ اربن فلډ اېمرجنسي نافذ كولو سره د ټولو چارواكو او عملې رخصتۍ منسوخ كړې شوي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپل بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل په باران ځپليو سيمو كښې به په 15 او 16 اپرېل سركاري او نجي سكولونه بند ساتلې شي۔ د بارانونو په صورتحال د بلوچستان د وزيراعلی سرفراز بګټي په مشرۍ كښی د صوبې د ډویژنل کمشنرز او د پی ډی ایم اے چارواكو آن لائن غونډه وشوه۔ په غونډه كښې په صوبه كښې د باران د صورتحال په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقعه د بلوچستان وزیر اعلی د اوبو د نه وتلو په اولسي شكايت د ناراضګۍ څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل ټولو فیلډ آفیسرز ته چې كوم وسائل او ملاتړ پكار دے هغه دے وركړې شي۔ ده ټولو فیلډ افسرانو ته هدايت وكړو چې د اوبو په نالو موجود تجاوزات ختم كړي۔