
پېښور۔ 14 اپریل (اے پی پی) په سوشل ميډيا وائرل د پېښور پوهنتون نوموړي طالب علم كاشف عرف خاكسار په نشه د اخته كېدو او د اولس لخوا حكومت څخه د ده د درملنو غوښتنې نوټس اخستو سره د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور د پېښور ډويژن كمشنر ریاض خان محسود ته د فوري كارروايۍ كولو هدايات جاري كړې وو په كوم چې عمل كولو سره د پېښور دوهم كمشنر آفاق وزیر او د سوشل وېلفيئر څانګې ډلې کاشف عرف خاکسار درملنو له د پېښور الخدمت بحالي مركز ته منتقل كړو۔ د ده درملنې په باقاعده توګه پېل كړې شوي دي۔ د درملنو مصارف به صوبائي حكومت پورته كوي او تر بشپړۍ بحالۍ او رغېدو به په الخدمت بحالي مركز كښې پاتے وي۔