
پېښور ۔ 14 اپرېل(اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سردار علي امين ګنډاپور د چترال ٬ دير ٬ سوات او اېبټ آباد په شمول د صوبې په بيلو ضلعو كښې د بارانونو د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د وزیراعلی هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعلی د بارانونو د لاسه په رامخې ته شويو بېلو پېښو كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ وزيراعلی په حق رسېدليو كسانو له د بخښنې دعا كولو سره غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده په دغه پیښو كښې ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا هم وكړه۔ وزیراعلی ريليف څانګې څخه په صوبه كښې د شوي ځاني او مالي زيان په اړه بشپړ رپورټ وغوښتلو۔ ده ځپليو كورنيو لپاره مالي مرسته اعلان كولو سره اړوندو چارواكو ته په دې لړ كښې د ضروري كارروايۍ عملي كولو هدايت وكړو۔ وزيراعلی ووئيل د ځپليو كورنيو په غم دړد كښې يو برابر شريك يؤ۔ وزیر اعلی اړوندې ضلعي انتظاميې ته هدايت وكړو چې هغه دې ځپليو كورنيو ته ريليف او ژوبل شويو ته غوره طبي آسانۍ وركول باوري كړي۔ دغسې د بارانونو په نتيجه كښې د لېنډ سلائيډنګ له امله د بندو سړكونو او نور انفراسټركچر بحالۍ له دې په بېړني بنيادونو ګامونه پورته كړې شي۔ ده هدايت وكړو چې ضلعي انتظاميه دې د بحالۍ او مرستې كارونو پخپله نګراني كوي۔