د وزيراعلی مير سرفراز په نوشكي كښې د مسافرو د وژل كېدو پيښې سخته غندنه

کوئټه۔ 13اپرېل (اے پی پی) د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټی په نوشكي كښې د مسافرو د وژل كېدو پېښې په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي چې په دې كښې ككړ عناصر به كله هم معاف نه كړې شي۔ په خپل بيان كښې وزیراعلی میر سرفراز بګټی ووئيل ترهګر به خپل منطقي انجام ته رسولې شي۔ په تش لاسې بې ګناه وګړو د بزدلانه بريد كوؤنكو تعاقب به كولې شي۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې د ترهګرۍ پېښو مقصد د صوبې امن لمينځه وړل دي۔ ده د وژل شويو كسانو غمجنيو كورنيو سره غمرازي هم ښكاره كړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تېره ورځ په نوشكي كښې سلطان چړھائی ته نزدې نامعلومه وګړو د 9 مسافرو په شمول 11 كسان وژلې وو۔