
پېښور ۔ 12 اپرېل (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزيراعلی سردار علي امين ګنډاپور په اسټرايلين جونيئر سکواش چيمپيئن شپ 2024ء کښې د خېبرپښتونخوا د لوبغاړو ته په غوره کارکردګۍ مبارکي ورکړې ده۔ د وزيراعلی هاؤس پيښور لخوا جاري شوي د مبارکۍ پيغام کښي وئيلي شوي دي چي په اسټريلين جونيئر سکواش چيمپيئن شپ کښي د خيبرپښتونخوا هلکانو او انجونو په زړه پورې کارکردګي ښودلې ده٬ په چېمپين شپ كښې د غوره كاركردګۍ په څرګندونه ماه نور علي ٬ مهوش علي ٬ فواد خان ٬ يحي خان او ابراهيم زېب د مباركۍ مستحق دي۔ ده ووئيل دې لوبغاړو په نړيواله كچه د هېواد او صوبې نوم روښانه كړے دے٬ هيله ده چې دغه جونيئر لوبغاړي به د سکواش په ډګر كښې د پاكستان له لاسه وتلې مقام بېرته راوستلو كښې رول ولوبوي۔ ده ووئيل د سپورټ برخه د اوسني صوبائي حكومت په مهمو ترجيحاتو كښې شامل ده٬ لوبو ته وده وركولو له به پرله پسې ګامونه پورته كولې شي۔ ده وئيل د لوبو په برخه كښې به د صلاحيت لرونكو ځوانانو پوره ملاتړ كولې شي او په دې لړ كښې به دوئي لپاره ټول ممكنه وسائل برابرولې شي۔