د ملائيشيا د ټورسټ پلاوي د تاريخي مسجد مهابت خان او تحصيلي هيري ټيج سيټھي هاؤس دوره

پېښور ۔ 12 اپرېل (اے پی پی) د ملائيشيا د خصوصي ټورسټ پلاوي د پيښور تاريخي مسجد مهابت خان او تحصيلي هيري ټيج سيټھي هاؤس دوره وكړه۔ په دې موقعه د پېښور پوليس لخوا د امنيت خصوصي انتظامات شوي وو۔ د اېس اېس پی آپرېشنز کاشف ذوالفقار له مخې امنيتي انتظامات فعاله جوړولو له اړوند اېس ډی پی اوز ، اېس اېچ اوز او لوکل پولیس هم د امنيت ذمه وارۍ ترسره كولې۔ دوئي ووئيل د پېښور ښار وضعه په بشپړه ډول پرامن ده٬ ټول بهرني سېلګري د ښار د تاريخي او مهمو ځايونو سېل كولو سره دې څخه خوند پورته كولې شي۔ ده ووئيل کېپټل سټی پولیس د اختر په ورځو كښې هم د ټورسټ په شمول د عامو وګړو د ځان او مال تحفظ له هڅې كوي۔ په ښار كښې د امن وضعه په ځايې ساتلو له پېښور پوليس ټول مېشته وسائل كاروي۔