د سندھ ګورنر سره د سفارتكارو ٬ د ښار درنو مشرانو او نوموړو كاروباري شخصياتو ملاقات ٬ د اختر مباركي

کراچۍ ۔12 اپرېل(اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري سره د بېلو هېوادونو سفارتكارو ٬ د ښار درنو مشرانو او نوموړو كاروباري شخصياتو ملاقات وكړو او ده ته يۍ د اختر مباركي وركړه۔ په ګورنر هاؤس كښې د اختر په اولنۍ ورځ شويو ملاقاتونو كښې د اومان، ایران، ترکیه ، چین او د روسيه قونصل جنرلز هم شامل وو۔ ملاقات لپاره د راغلې مېلمنو مېلمستيا کچوری، کېک، او د اختر روايتي ډش شير خورمه سره وكړې شوه۔ مېلمنو ګورنر لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔