د خيبر پښتونخوا وزيراعلی مستحقينو ته د عيد پيكج وركولو عكسونو شائع كيدو چارې نوټس واخست

پېښور ۔ 12 اپریل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی مستحقو كورنيو ته د عيد پېكج وركولو عكسونو شائع كيدو چارې نوټس اخستے دے۔ د وزیراعلی هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعلی مستحقینو ته د عید پېکېج وركولو عكسونو په شائع كېدو د غم او غصې څرګندونه وكړه او د دې معاملې په اړه يۍ اړوندو سركاري او اولسي نمائندګانو څخه سپيناوې طلب كړے دے۔ …

پېښور ۔ 12 اپریل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی مستحقو كورنيو ته د عيد پېكج وركولو عكسونو شائع كيدو چارې نوټس اخستے دے۔ د وزیراعلی هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعلی مستحقینو ته د عید پېکېج وركولو عكسونو په شائع كېدو د غم او غصې څرګندونه وكړه او د دې معاملې په اړه يۍ اړوندو سركاري او اولسي نمائندګانو څخه سپيناوې طلب كړے دے۔ وزیراعلی وئيلي چې د ځينې سركاري چارواكو او اولسي نمائندګانو لخوا دا عمل د حكومت او د ګوند پالېسۍ په ضد دے ٬ دې سره د پېكج ترلاسه كوؤنكو مستحقينو عزت نفس مجروح شوے دے۔ ده ووئيل صوبائي حكومت په سپېځلي ډول 8 نيم لكه مستحقو كورنيو ته رمضان پېكج وركړو۔