پېښور ۔ 11 اپرېل (اے پی پی) د خیبر پښتونخوا د آبپاشۍ وزير عاقب اللہ خان د كوچني اختر په موقعه بېلو سيمو څخه راغلې مېلمنو سره ملاقات وكړو او هغوي ته يۍ د اختر مباركي وركړه۔ صوبائی وزیر ټوله ورځ په خپله دېره كښې ناست پاتے شو۔ په دې موقعه راغلې مېلمنو سره خپلو خبرو كښی ده ووئيل اسلام مونږ ته د ورورولۍ او متحد پاتې كېدو درس راكوي له دې كبله مونږ له به د خوشحالۍ په دې ورځ خپل منځه كركې او خفګانونه ختمول او يو بل زړه ته نزدې كول وي ولې چې يو موټې كېدو كښې زمونږ خېر او ښېګړه ده۔ په دې موقعه د هېواد سلامتيا لپاره دعا هم وكړې شوه۔