د ایران خارجه وزير د اروپائي ائتلاف خارجه چارو او سکیورټی پالیسۍ اعلی نمائنده سره ټیلی فوني تماس،سوريه كښې په قونصل خانه د اسرائیلي بريد د پريكړې وړ کارروائی په اړه د خيالاتو څرګندونه

تهران 04 اپرېل (اے پي پي) د ایران خارجه وزير حسین امیر عبداللهیان د اروپائي ائتلاف خارجه چارو او سکیورټی پالیسۍ اعلی نمائنده جوزف بوریل سره ټیلی فوني تماس نيولې او هيله ئې څرګنده كړې چې اروپائي ائتلاف به سوريه كښې د ایران په قونصل خانے د اسرائیلی بريد په اړه حقیقی او سمدستي کارروائی وكړي۔ د روس خبر رسنې ادارې تاس د ایران خارجه وزارت بیان په اړه وئيلي …

تهران 04 اپرېل (اے پي پي) د ایران خارجه وزير حسین امیر عبداللهیان د اروپائي ائتلاف خارجه چارو او سکیورټی پالیسۍ اعلی نمائنده جوزف بوریل سره ټیلی فوني تماس نيولې او هيله ئې څرګنده كړې چې اروپائي ائتلاف به سوريه كښې د ایران په قونصل خانے د اسرائیلی بريد په اړه حقیقی او سمدستي کارروائی وكړي۔ د روس خبر رسنې ادارې تاس د ایران خارجه وزارت بیان په اړه وئيلي مونږ د دې جرم فیصله کن غندنې سره سره په دې لړ كښې حقیقی او سمدستي اقدامات هيله لرو۔ده يو ځل بيا سيمه كښې د تاؤ ترېښوالې ذمه وار امریکا ګرځوې كوم چې د اسرائیل مرسته كوي۔دا خبره دې ياده وي چې په 01 اپرېل اسرائیل د سوريه پايه تخت دمشق كښې د ایران قونصل خانے په ودانۍ فضائی بريد كړې ؤ۔ د ایران اسلامی انقلابی ګارډ کور (آئی آر جی سی) يو بيان كښې وئيلي چې په قونصل خانه د اسرائيل په بريد كښې جنرل محمد رضا زاهدی او جنرل محمد هادی حاجی رحیمی پشمول 7 پوځي سلاحكار وژلې شوي۔

مزید خبریں