پیښور٬ په كور كښې په لګېدلې اور قابو وموندلے شو

پیښور 03 اپرېل (اے پی پی)د پېښور په ټهنډا كوئي سيمه كښې په كور كښې په لګېدلې اور قابو وموندلے شو۔د رېسكيو 1122 وياند له مخې اور د آياز نومې كس په كور كښې د شارټ سركټ له امله لګېدلے ؤ ٬ په دې فائر فائټرز ډلې په وخت كاروائي كولو سره په اور قابو وموندلو۔دغسې په وخت اور مړ كولو څخه كوم ځاني زيان ونه شو۔