لوئر كوهستان 03 اپرېل (اے پی پی)د كوز كوهستان ډپټي كمشنر په هدايت اسسټنټ كمشنر پټن د ټي اېچ كيو روغتون پټن ناڅاپي دوره وكړه ۔په دې موقع د كوز كوهستان ډسټركټ هېلت او مېډيكل افسر هم د هغه سره وو۔د پټن اسسټنټ كمشنر د مختلف بلاكس معائنه وكړه او د داروګانو رېكارډ ئې وكتلو۔دغسې ده اړوندو عهديدارو ته اولس ته د صحت آسانۍ باوري كولو هدايت وكړو۔