پېښور 03 اپرېل (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا د وزيراعلٰی د خزانې صلاحكار مزمل اسلم وئېلي دي خېبرپښتونخوا رمضان پیكج ټول 6 لكه 87 زره كورنيو ته وركړے شو۔د پېكج له مخې ټولې (6,867,000,000) 6 ارب 86 کروړ 70 لكه روپۍ تقسيم كړی شوې ۔مزمل اسلم ووئېل د اختر پیكج لپاره ډپټي كمشنرانو ته جلا 1,150,000,000 روپۍ جاري كړی شوي۔ده ووئيل د رمضان پېكج له مخې فنډ په پاك او سپيځلې طريقه وېشلې كېږي۔ده ووئيل د نورو صوبو په نسبت د خبرپښتونخوا رمضان پېكج بهتر دے او د تر لاسه كېدو طريقه ئې هم ښه ده۔