ګلګت 03 اپرېل (اے پي پي) د ګلګت بلتستان د بلديات وزير حاجی عبد الحمید وئيلي دي بلدیاتی انتخابات لپاره د فنډز بندوبست شوے او د حد بندۍ او حلقه بندۍ 75 فیصد چاري هم ترسره شوې ٬ د ټاكنو كولو لپاره اوس يو ارب 10 کروړه روپو ته اړتيا ده د كومو چې وفاق باور راكړے۔ده ووئيل انتخابات به سږ كال مئي يا جون كښې د كولو هڅې كولې شي،چیف الیکشن کمشنر هم په دې اړه سنجیدہ دے۔ ميډيا سره خبرو كښې حاجی عبدالحمید ووئيل ګلګت بلتستان كښې د سېلكرۍ زياتې موقعې شته، سېلګرۍ ته وده وركولو سره غريبي ختميدې شي،وګړي به په معاشی توګه سوكاله شي ، د ځينې انتظامي مسئلو په وجه سېلګري دلته به راتللو كښې ستونزو سره مخ كېږي ٬ د هغوي دغه انتظامي مسئلو حل کولو ته اړتيا ده۔