لاهور۔2اپرېل(اے پی پی) د سپريم كورټ بار اېسوسي اېشن پخواني صدر ٬ د تحریک انصاف سېنېټر حامد خان وئيلي دي د 6 ججانو د چيټۍ معاملې څخه كه سياسي ګوندونه لرې پاتې شي نو دا به ښه وي۔ تېره ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل دا معامله د وكيلانو او ججانو ده او دا دې بار او عدليې ته وسپارلې شي۔ حامد خان ووئيل چیف جسټس د 6 ججانو د خط په معامله بېنچ جوړ كړے او زمونږ غوښتنه هم دا ده چې فل كورټ دې د دې كېس اورېدنه وكړي۔ ده ووئيل كه سياسي ګوندونه په دې معامله كښې كار ولري نو د دوي ترمينځه به دا معامله متنازعه شي۔