د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور په مشرۍ كښې د سېنېټ په ټاكنو د سني اتحاد كونسل د پارليماني پارټي غونډه

پیښور 02اپرېل(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور په مشرۍ كښې د سېنېټ په ټاكنو د سني اتحاد كونسل د پارليماني پارټي غونډه وشوه۔د سني اتحاد كونسل پېښور كښې شوي پارليماني پارټي غونډه كښې د ټولو غړو څخه سوګند واغستلے شو ۔په دې موقع د وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور وينا وه چې كه چا د هارس ټريډنګ سوچ وكړو نو په ګوند كښې به د هغه ځاے نه وي۔