پېښور ۔ 02 اپرېل(اے پی پی) د رېسكيو 1122 خېبر پښتونخوا ډي جي ډاکټر خطیر احمد وئيلي دي چې ریسکیو 1122 خېبر پښتونخوا په تېره مياشت مارچ كښې 17 زره څخه زياتو بېلو ایمرجنسیز كښې په وخت خپل خذمات ترسره كړي دي۔ ده ووئيل ریسکیو 1122 د صوبې په 34 ضلعو كښې له كوم فرق پرته خذمات ترسره كوي۔ ده ووئيل د اولس خذمت لپاره د رېسكيو 1122 سروس پرله پسې 24 ساعته چمتو دے دې لپاره تاسو د كومې اېمرجنسي په وخت د رېسكيو 1122 دفتر ته اطلاع وركولې شۍ د رېسكيو عمله به فوري رسپانس كوي۔ ده اولس ته خواست وكړو چې هغوي غېر ضروري كالز كولو څخه ډډه وكړي دغسې چې په اېمرجنسی کالز فوري كارروائي وكړې شي۔