د سعودی خارجه وزير فلسطینی وزیرِاعظم سره د غزه په مرسته او جنګ بندۍ د خيالاتو څرګندونه

ریاض ۔1اپرېل (اے پی پی) د سعودی عربستان خارجه وزير وئيلي دي چې سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان نوي ټاكلي شوي فلسطيني وزيراعظم محمد مصطفی سره د غزه په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه كړې ده۔ د العربیه له مخې دواړو لارښودو د جنګ بندۍ په عملي كولو او د غزه ټولو برخو ته د بشري مرستې رسولو له د هڅو په زياتولو خبرې وكړې۔ وزارت په يو …

ریاض ۔1اپرېل (اے پی پی) د سعودی عربستان خارجه وزير وئيلي دي چې سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان نوي ټاكلي شوي فلسطيني وزيراعظم محمد مصطفی سره د غزه په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه كړې ده۔ د العربیه له مخې دواړو لارښودو د جنګ بندۍ په عملي كولو او د غزه ټولو برخو ته د بشري مرستې رسولو له د هڅو په زياتولو خبرې وكړې۔ وزارت په يو بيان كښی وئيلي چې د ټېلېفوني خبرو په مهال اعلی سعودي سفارت كار د فلسطين نوي ټاكلي شوي وزيراعظم ته د منصب په سنبالولو مباركي وركړه او فلسطيني اولس ته پېښ حالات نظر كښې نيولو سره يۍ د ده د حكومت كاميابۍ له نېكې هيلې څرګندې كړې۔ محمد مصطفیٰ څوك چې د فلسطيني صدر محمود عباس اتحادي او يو مهم كاروباري شخصيت دے ٬ په مارچ كښې ټاكلے شوے دے دغسې چې د فلسطيني اتھارټي (پي اے) په اصلاحاتو كښې مرسته وكړي۔ د محمدمصطفیٰ تقرری د مقبوضه فلسطینی سيمو ګورننګ باډی بدلولو او په مقبوضه لوئيديزه غاړه كښې د ګورننس بهترۍ لپاره د زيات شوي فشار څخه وروستو عملي كړې شوې ده۔

مزید خبریں