د 70 زره مسيحي ووټرانو نمائنده يم٬ د مسيحي ټولنې د حقونو تحفظ به باوري كوؤ٬ مسيحي ورورولۍ ته د ايسټر په خوشحالو مباركي وركوؤ٬ عطاﺀ تارړ

لاهور۔31مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د ايسټر اختر په موقعه مسيحي ورورولۍ ته مباركي وركولو سره وئيلي دي د 70 زره مسيحي ووټرانو نمائنده يم٬ مسيحي ورورولۍ د هېواد سلامتيا ٬ بقا او پرمختګ لپاره بلها قربانۍ وركړې دي٬ د مسيحي ټولنې د حقونو تحفظ به باوري كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په اټرنل لائف چرچ کوټ لکھپت كښې د ایسټر مناسبت سره راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه پاسټر انور فضل، پاسټر شوکت فضل، سلیم شاکر، کاشف سجن او د مسیحی ورورولۍ ګڼ شمېر غړي موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل ایسټر مسیحی ورورولۍ لپاره د خوشحالو ورځ ده او مونږ ورسره يو برابر شريك يؤ۔ ده ووئيل مسيحي ورورولۍ ماته زيات عزت راكړے دے۔ زه قومي اسمبلۍ ته د 70 زره مسيحي ووټرانو نمائنده جوړ شوے راغلے يم۔ ده ووئيل مسيحي ورورولۍ د دې هېواد ترلاسه كولو له بلها قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل كله چې د پاکستان د ائیر فورس فائټر پائلټ خبره كيږي نو د سيسل چوهدري نامه رامخې ته كيږي۔ ده ووئيل زمونږ ايمان تر هغه وخت نيمګړے دے تر كومو مو چې په حضرت عيسی علېه السلام ايمان راوړے نه وي۔ ده ووئيل د پاكستان په آئين كښې ټول يو برابر حقونه لري۔ ده ووئيل مونږ ټولو له به د پاكستان سلامتيا له په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل زه د خپل حكومت ٬ وزيراعظم او وزير اعلی لخوا مسيحي ورورولۍ ته د ايسټر د خوشحالو مباركي وركوم۔ په د موقعه وفاقي وزير عطا تارړ مسيحي مشرانو سره په ګډه ايسټر كېك هم قطع كړو۔