
پېښور۔ 31 مارچ (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور په ګرد هېواد او په خاص توګه خېبرپښتونخوا كښې مېشته مسيحيانو ته د دوئي د مذهبي اختر ايسټر په موقعه مبارکي وركولو سره وئيلي دي چې صوبائي حکومت د مسيحي ټولنې په خوشحاليو کښې شريک دے۔ د ایسټر په مناسبت خپل د مبارکۍ پیغام کښې وزيراعلی ووئيل په پاکستان کې ټول اقلیتونه د اتباعو په توګه هر ډول مساوي حقونه لري۔ زمونږ مذهب اسلام اقلیتونو ته د مساوي حقونو وركولو تلقين کوي او زمونږ آئين دوئي ته آزادۍ سره د خپلو رسوماتو او اخترونو لمانځلو اجازه وركوي۔ په صوبه کښې د مېشته اقلیتونو خېر ښېګړه او د دوئي د ژوند او مال او آئيني حقونو ساتنه د موجوده صوبايي حکومت په ترجيحاتو ته كښې شامل ده۔ وزيراعلي ووئيل مسيحي ټولنې د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ادا كړې د كوم چې ټول ملت قدر كوي۔ وزیر اعلی ټینګار وکړ چې اوسنی ملي او نړیوال وضعیت د دې غوښتنه کوي چې په هره کچه بین المذاهب همغږۍ ته وده ورکړې شي۔