برازیلیا۔27مارچ (اے پی پی) د برازیل په ایسپریتو سانتو ریاست او ریو دی جنیرو ښار كښې د زياتو بارانونو په نتيجه كښې د راغلې سېلابونو او لېنډ سلائيډنګ پېښو كښې د مړو شويو شمېره 27 ته رسېدلې ده۔ د شنهوا له مخې چارواكو اطلاع وركړې ده چې په ایسپریتو سانتو كښې د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ د لاسه 19 او په ريو دي جنيرو كښې 8 كسان مړه شوي دي۔ …
برازيل٬ د سيلاب او لينډ سلائيډنګ د لاسه د مړو شميره زياته شوه

مزید خبریں
برازیلیا۔27مارچ (اے پی پی) د برازیل په ایسپریتو سانتو ریاست او ریو دی جنیرو ښار كښې د زياتو بارانونو په نتيجه كښې د راغلې سېلابونو او لېنډ سلائيډنګ پېښو كښې د مړو شويو شمېره 27 ته رسېدلې ده۔ د شنهوا له مخې چارواكو اطلاع وركړې ده چې په ایسپریتو سانتو كښې د سېلاب او لېنډ سلائيډنګ د لاسه 19 او په ريو دي جنيرو كښې 8 كسان مړه شوي دي۔ بلخوا نزدې 7,300 وګړو خپل كورونه پرېښودلي دي او 6 كسان تر دې دمه بې دركه دي۔ صدر لوئز اناسیو لولا دا سلوا خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وئيلي چې مونږ ځاني زيان سره مخ كورنيو سره غمرازي ښكاره كوؤ۔ ده زياته كړه چې د ځپليو وګړو سره به مرسته كولې شي۔ دا هم وئيلې شوي دي چې په منطقه كښې تر څو ورځو د تند باران او طوفان روان پاتې كېدو امكان دے۔










