پېښور ۔ 25 مارچ (اے پی پی) پراونشل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی ( پي ډي اېم اے) د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان اپرېشن ضرب عضب هغه ځپليو لپاره كوم چې تر دې دمه خپلو كورونو ته بېرته تللې نه دي د مياشتنيزې مالي مرستې په مد كښې 35 كروړه څخه زياتې روپۍ جاري كړي كومې به چې د سم مېسجنګ د لارې ترلاسه كولې شي۔ د پي ډي اېم اے ډي جي قيصر خان دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي ياده شوې مالي مرسته د شمالي وزيرستان 17 زره څخه زياتو كورنيو ته وركولې شي كومې چې نادرا څه په باقاعده توګه تصديق كړې شوي۔ په دې موقع ضم شوو ضلعو لپاره د پي ډي اېم اے ډائرېكټر صوبيه حسام طورو ووئيل دا اوسنې ريليز د دې لړۍ 114 م قسط دے په كوم كښې چې هرې تصديق كړې كورنۍ ته په مجموعي توګه 20 زره روپۍ د نغدې مالي مرستې او راشن الاؤنس په توګه وركولې شي كومې به چې دوئي ته د دوئي د رجسټرډ سم كارډ د لارې راتلونكو دوو ورځو كښې ترلاسه كېدل پېل شي۔ صوبیه حسام طورو زياته كړه چې د ځپليو مالي ستونزې كمولو له به اختر څخه وړاندې هم فنډز جاري كولې شي دغسې چې د ضرب عضب بې كوره ځپلي د روژې او اختر په خوشحالي كښې شريك كړې شي