لاهور۔25 مارچ(اے پی پی) د دارالعلوم جامعه نعیمیه ناظم اعلی علامہ ډاکټر راغب حسین نعیمی وئيلي دي چې د روان كال د نصاب له مخې دې صدقه فطر او د روژې فديه لږ تر لږه 330 روپۍ سړي سر ادا كړې شي ٬ د روژې كفارې لپاره دې 60 روژې يا یا 60 مسکینانو ته دوه وخته خوراك وركړې شي۔ د ګل په ورځ په جاري شوي بيان كښې راغب حسېن نعيمي ووئيل د روان كال په مهال صدقه فطر او د روژې فديه د غنمو حساب سره 330 روپۍ سړي سره ده۔ دغسې د اوربشو حساب سره 1075 روپۍ ، د كھجورو حساب سره 2300 روپۍ ، د کشمش (مېوې) حساب سره 3100 روپۍ او د منقیٰ حساب سره 4600 روپۍ ده۔ ده ووئيل د 30 روژو فديه به د غنمو حساب سره 9900 روپۍ، د اوربشو حساب سره 32350 روپۍ، د کھجورو حساب سره 69000 روپۍ، د کشمش (مېوې) حساب سره 93000 روپۍ او د منقی حساب سره 138000روپۍ ادا كول وي۔ په قصد سره د روژې ماتولو كفاره 60 ورځې پرله پسې روژې نيول يا 60 مسكينانو ته دوه وخته خوراك وركول دي۔ ده زياته كړه چې صدقه فطر په غلام ٬ آزاد ٬ سړي ٬ ښځه ٬ وړوكي او لويې ټولو مسلمانانو فرض ده۔ ده ووئيل د پنجاب نه علاوه په نورو صوبو كښې پاتې كېدونكي دې د اړوندو اجناسو د قيمت مناسبت سره صدقه فطر او د روژې فديه ادا كړي۔ د غنمو نصاب نيمه صاع كومه چې يو كلو 9سوه ګرام ده او يو صاع د 3 کلو 840 ګرام برابر ده۔ ده ووئيل مخير حضرات دې د خپل مالي حېثيت له مخې صدقه فطر او د روژې فديه ادا كړي۔