پاپوا نیو ګنی كښې د 6.9 شدت زلزله، 5 كسان مړه ٬ 1000 كورونه ويجاړ

پورټ مورسبے۔25 مارچ(اے پی پی)په پاپوا نیو ګنی كښې د 6.9 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شوي چې په نتيجه كښې يۍ 5 كسان مړه او نزدې زر كورونه ويجاړ شوي دي۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې اے اېف پي له مخې د ايسټ سيپك صوبې ګورنر ایلن برډ وئيلي چې تېره ورځ د راغلې زلزلې په نتيجه كښې تر دې دمه يو زر كورونه ويجاړ شوي دي۔ ده ووئيل …

پورټ مورسبے۔25 مارچ(اے پی پی)په پاپوا نیو ګنی كښې د 6.9 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شوي چې په نتيجه كښې يۍ 5 كسان مړه او نزدې زر كورونه ويجاړ شوي دي۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې اے اېف پي له مخې د ايسټ سيپك صوبې ګورنر ایلن برډ وئيلي چې تېره ورځ د راغلې زلزلې په نتيجه كښې تر دې دمه يو زر كورونه ويجاړ شوي دي۔ ده ووئيل بېړنۍ عمله د زلزلې د اثراتو جاج اخلي كومې چې د صوبې زياتره سيمو ته زيان رسولې دې۔ بلخوا د مرستې كارروايۍ هم روانې دي۔ صوبائی پولیس کمانډر کرسټوفر تماری ووئيل چې چارواكو د 5 كسانو د مړينې تصديق كړے دے بياهم د مړو شمېره سوا كېدې شي۔ د شنهوا له مخې د امريكائي جيولوجيكل سروے شمېرو كښې وئيلي شوي چې تېره ورځ د ايسټ سيپك صوبې په امبونت او ويوك سيمو كښې د 6.9 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د زلزلې مركز امبونتی څخه نزدې 38 کلومیټره لرې 40.2 کلومیټره زمكه كښې ژور وو۔ د زلزلې په مهال د بورم جنرل روغتون په سرجیکل وارډ كښې د آکسیجن دوه سلنډرې وچاؤدلې۔ د پاپوا نیو ګنی وزیر اعظم جیمز مارپ د فوری ریلیف په توګه د 500 ملین کینا (نزدې 132 ملین امریکائي ډالر) فنډنګ اعلان كړے دے۔

مزید خبریں