
کوئټه ۔ 24 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي هندو ورورولۍ ته د هولي مباركي وركړې ده۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې وزیراعلیٰ ووئيل مسلمانان هم د هندو ورورولۍ په خوشحالو كښې يو برابر شريك دي۔ ده ووئيل ګرده نړۍ له به د ترهګرۍ او د امن وضعې ته د پیښو خطرو مخنيوي له د هندو مذهب د امن او سلامتيا پېغام عام كول وي۔ ده ووئيل هندو ورورولي د هېواد او قوم تعمير او پرمختګ لپاره ټول صلاحيتونه كاروي۔ په دې لړ كښې د دوئي كردار د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل حكومت په صوبه كښې د هندوانو په شمول د ټولو اقليتونو د حقونو تحفظ باوري كوي۔ په ملازمتونو كښې اقليتونو لپاره په بېلې كړې شوې كوټه عملدرآمد كولې شي او د هندو ورورولۍ په شمول په ګرد هېواد او بلوچستان كښې ژوند كوؤنكو ټولو اقليتونو ته د مذهبي عباداتو ادا كولو آزادي ترلاسه ده كومه چې نړۍ كښې مثال نه لري۔ ده په هندو ورورولۍ زور راوړو چې هغوي دې په خپلو خوشحالو كښې هغه كسان هم شريك كړي كوم چې د هولي لمانځلو استطاعت نه لري۔