د خيبر پښتونخوا حكومت اولس ته په كور د ډرائيونګ لائسنس جوړولو آساني وركول پيل كړل

پېښور ۔ 24 مارچ (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا حكومت اولس ته په كور كښې پاتې كېدو سره د ډرائيونګ لائسنس جوړولو آساني وركول پېل كړې دي۔ د ټرانسپورټ اېنډ ماس ټرانزټ څانګې وياند وئيلي چې ډرائیونګ لائسنس هولډر لپاره د كے پي ټرانسپورټ نامې سره يو نوے اېپ معارفي كړې شوې دې كوم چې ګوګل پلے سټور څخه آسانۍ سره ډاؤن لوډ كېدې شي۔ په اېپ كښې رجسټرېشن څخه وروستو لائسنس هولډر د خپل شناختي كارډ نمبر درج كولو سره د خپل لائسنس تصديق كولې شي۔ د ډرائیونګ لائسنس جوړولو په اړه معلوماتو اخستو له ټرانسپورټ دفتر ته د تللو هېڅ حاجت نشته۔ کے پی ټرانسپورټ ایپ ډاؤن لوډ كولو سره د لائسنس فيس څخه تر لائسنس جوړولو ټول معلومات په يو كلك سره ترلاسه كېدې شي۔