سعودي ولي عهد سره كويتي وزيراعظم ملاقات وكړو٬ په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه

رياض 22 مارچ (اے پي پي)د كويت وزيراعظم شېخ محمد صباح السالم الصباح د سعودي عربستان خپلې سركاري دورې په مهال ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات وكړو۔ د اردو نيوز له مخې په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې ګڼو چارو سره سره په بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو په طريقو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقعه د سعودي او كويت …

رياض 22 مارچ (اے پي پي)د كويت وزيراعظم شېخ محمد صباح السالم الصباح د سعودي عربستان خپلې سركاري دورې په مهال ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات وكړو۔ د اردو نيوز له مخې په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې ګڼو چارو سره سره په بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو په طريقو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقعه د سعودي او كويت اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔ دې څخه وړاندې د كويت وزيراعظم چې څه وخت سعودي عربستان ته ورسېد نو په جده كنګ عبدالعزيز هوائي مېدان د مكه ريجن نائب ګورنر شهزاده بن مشعل او نورو چارواكو ده ته تود هركلے ووے۔

مزید خبریں