نيويارك ۔21 مارچ (اے پي پي) پاكستان په ملګرو ملتونو كښې د شخړو٬ جنګ ٬ د مساوات نشتوالي او د موسمياتي بدلون نړيوالو چېلنجونو رامخې ته كولو سره د جنګ څخه د تباه حال غزه كښې د فلسطنيانو د ستونزو خاتمې لپاره د انصاف غوښتنه كړې ۔ نيو يارك كښې د ملګرو ملتونو په صدر دفتر كښې د نوروز نړيوالې ورځ په مناسبت سره يوې خاص دستورې ته سفير منير …
د نوروز په نړيواله ورځ ملګرو ملتونو كښې خاص دستوره٬ پاكستان غزه كښې د فلسطنيانو ستونزو لرې كولو لپاره د انصاف غوښتنه وكړه

مزید خبریں
نيويارك ۔21 مارچ (اے پي پي) پاكستان په ملګرو ملتونو كښې د شخړو٬ جنګ ٬ د مساوات نشتوالي او د موسمياتي بدلون نړيوالو چېلنجونو رامخې ته كولو سره د جنګ څخه د تباه حال غزه كښې د فلسطنيانو د ستونزو خاتمې لپاره د انصاف غوښتنه كړې ۔ نيو يارك كښې د ملګرو ملتونو په صدر دفتر كښې د نوروز نړيوالې ورځ په مناسبت سره يوې خاص دستورې ته سفير منير اكرم ووئېل نوروز يواځې د جشن نامه نه ده ٬ دا د عكاسۍ وخت دے ٬ ده ووئېل په دې موقع راځې چې فلسطين كښې د خپلو ورونړو او خوېندو يادولو لپاره هم توقف وكړو څوك چې روانه الميه او شخرې زغمي ځكه چې مونږ د ټولو لپاره د امن او انصاف لپاره هلې ځلې كوو ۔ د دې خاص دستورې اهتمام افغانستان ٬ ازربئيجان ٬ هند ٬ ايران ٬ عراق ٬ قازخستان ٬ كرغزستان ٬ پاكستان ٬ تاجكستان ٬ تركي٬ تركمانستان او د ازبكستان د اړخه شوے ؤ ۔ د نوروز روح د فطرت تجديد او د انساني روح د لچك علامت په توګه ذكر كولو كښې منير اكرم د يو بل په بخښلو٬ نوي شروعات او يو بل د سينې سره د لګولو د لمحې په توګه د دې په اهميت زور راوړو۔










