پیښور ۔21 مارچ (اے پي پي) د صوابۍ ډسټركټ پوليس افيسر هارون رشيد خان وئېلي دي د اولس د مرستې نه غېر د جرائمو خاتمه ممكن نه ده ٬ علماﺀ كرام د ټولنې مهمه ستن ده ٬ په دې لړ كښې دې دوي خپل غوره كردار ادا كړي۔ د صوابۍ پوليس وياند تر مخه د پوليس افسرانو سره د شوې غونډې په مهال ډي پي او ووئېل د اولس د مرستې نه غېر د پوليس لپاره د جرائمو ختمول ممكن نه دي ٬ لهذا دې مقصد تر لاسه كولو لپاره د صوابۍ پوليس دې د جرائمو خلاف اګاهي پېدا كولو او د جرائمو خلاف ګټور كردار تر سره كولو په اړه په جماعتونو كښې علماﺀ كرامو او د سيمې مشرانو سره پرله پسې غونډې كوي۔