حب۔ 20 مارچ (اے پي پي) د لسبېله اېس اېس پي كېپټن (ر) نويد عالم د اړخه د لسبېله پوليس شهيدانو كورنيو له د رمضان پېكج وركړے شوے ٬ د اېس اېس پي په خاص سپارښتنه د لسبېله پوليس افسرانو د شهيدو شوو افسرانو او ځوانانو كورنيو سره ملاقات وكړو او هغوي له ئې د يووالي څرګنونې په توګه د رمضان پېكچ وركړو ۔ په دې مقدس مياشت كښې مستحق كورنيو له د مرستې په توګه د كور د ضرورت خوراكي څيزونه او لوښي وغېره وركړے شوي ۔