کوئټه۔ 19 مارچ (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښود او د قومي اسمبلۍ غړي مير خان محمد خان جمالي په قطبي وزيرستان كښې ترسره شوے ترهګر بريد غندلو سره وئيلي دي چې ترهګر به كله هم خپلو ناوړو ارادو كښې كامياب نه شي۔ ده خبريالانو سره خپلو خبرو كښې ووئيل مسلم لیګ(ن) او پیپلز ګوند به په ګډه په ګرانۍ قابو ومومي ٬ د پاکستان پیپلز ګوند په شمول ټول سياسي ګوندونه د مسلم ليګ (ن) اتحاديان دي او دا ټول به په ګډه د هېواد بهترۍ لپاره كار كوي۔ مير خان محمد جمالي ووئيل مونږ به سيمې ته د اوبو رسولو ٬ د غوره تعليمي چاپېريال رامخې ته كولو او د روغتيا نظام ښه كولو له ټولې ممكنه هڅې كوؤ۔ ده ووئيل مونږ تل د اولس خذمت كړے دے