نیویارک ۔19مارچ (اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د مشن په كوربتوب كښې شوي پېنل ډسكشن كښې مقررينو د فلسطين او كشمير په څير مقبوضه سيمو كښې د مېرمنو ناوړه حالت پلو د پام ګرځولو غوښتنه كړې ده۔ تېره ورځ په شوي دې دستوره كښې مقررینو بهرنې قبضې او په ګرده نړۍ كښې مېرمنو ته د پېښو ستونزو ختمولو له د ملګرو ملتونو په قراردادونو او لوظنامو …
ملګري ملتونه ٬ د پاكستاني مشن تر اهتمام لاندې په پينل ډسكشن كښې د مقررينو په فلسطين او كشمير كښی د ميرمنو ناوړه حالت پلو د پام ګرځولو غوښتنه

مزید خبریں
نیویارک ۔19مارچ (اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان د مشن په كوربتوب كښې شوي پېنل ډسكشن كښې مقررينو د فلسطين او كشمير په څير مقبوضه سيمو كښې د مېرمنو ناوړه حالت پلو د پام ګرځولو غوښتنه كړې ده۔ تېره ورځ په شوي دې دستوره كښې مقررینو بهرنې قبضې او په ګرده نړۍ كښې مېرمنو ته د پېښو ستونزو ختمولو له د ملګرو ملتونو په قراردادونو او لوظنامو د عملدرآمد په باوري كولو زور راوړو۔ په جمو و کشمیر او فلسطین د بحث حوالې سره يو ضمني دستوره د مېرمنو حېثيت سره د کمېشن د روانې 68 مې غونډې برخه وه۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفير اكرام بحث پېل كړو په كوم كښې چې د الجزائر سفیر امر بیندجمه، په ملګرو ملتونو كښې د او آئی سی سفیر حمید اجی بائی اوپیلوئیرو، د نیویارک فورډهم پوهنتون سفير پروفېسر ډاکټر دلال کنان او پروفېسر ډاکټر امینه ضیاء برخه واخسته۔ پخوانۍ خصوصي سلاكارې مشعال حسېن ملك په دې موقعه يو خصوصي وېډيو پېغام ولېږلو۔ پېنلسټس غوښتنه وكړه چې د مېرمنو ٬ امن او سلامتيا په ايجنډا دې د ملګرو ملتونو په ټولو رپورټونو او د سلامتي كونسل په قراردادونو كښې په بهرنۍ قبضه كښې د مېرمنو او انجونو صورتحال سره اړوند دفعات او معلومات ضرور شامل وي۔ دوئي د بهرنۍ قبضې لاندې د مېرمنو او انجونو په ضد د ټولو جرمونو او خلاف ورزيو رجسټرډ كولو له د ملګرو ملتونو د يو مانيټرنګ مېكنزم جوړولو وړاندېز هم وركړو۔ دوئي احتساب باوري كولو له د دې ډول مېكانزم په ضرورت مواقفت وكړو










