د غزه 70 فيصده آبادي تر مئي تباهي خپرونكي قحط سره مخ كيدې شي٬ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔19مارچ (اے پی پی) په غزہ كښې د روان اسرائيلي جنګ د لاسه د شهري آبادۍ لوږې او قحط خطرو سره د مخ كېدو په اړه ملګرو ملتونو يو بل الارمنګ رپورټ جاري كړے دے۔ د العربيه نيوز له مخې د ملګرو ملتونو لخوا په تيار كړې شوي يو رپورټ كښې پېش ګوئي شوې ده چې په غزه كښې تر مئي مياشتې د قحط صورتحال رامخې ته كېدو …

ملګري ملتونه ۔19مارچ (اے پی پی) په غزہ كښې د روان اسرائيلي جنګ د لاسه د شهري آبادۍ لوږې او قحط خطرو سره د مخ كېدو په اړه ملګرو ملتونو يو بل الارمنګ رپورټ جاري كړے دے۔ د العربيه نيوز له مخې د ملګرو ملتونو لخوا په تيار كړې شوي يو رپورټ كښې پېش ګوئي شوې ده چې په غزه كښې تر مئي مياشتې د قحط صورتحال رامخې ته كېدو اندېښنه ده چرته چې دا مهال درې لكه وګړي د جنګ له امله محاصره شوي دي۔ د فوډ سکیورټی په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د غزه پټۍ لوږې سره د مخ وګړو شمېره زياتېدو سره 1.1 ملین ته رسېدلې ده كومه چې د آبادۍ نيمه برخه ده۔ اندېښنه ده چې د روانې مياشتې مارچ 2024 وسط څخه تر مئي 2024 د غزه پټۍ زياتره آبادي د قحط صورتحال سره مخ شي۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې په غزه كښې هر وګړې د خوراك ترلاسه كولو له هڅې كوي او په قطبي غزه كښې نزدې 210,000 كسان د لوږې په پنځمه مرحله كښې دي كومه چې تباهي خپرونكې لوږه په ګوته كوي۔ په رپورټ كښې خبردارې وركړې شوې دې چې كه اسرائيل خپل بريد رفح ښار ته ورسولو نو دې سره د غزه د ټولې 2.3 ملين آبادۍ نيمه تباهي خپرونكي قحط سره مخ كېدې شي۔

مزید خبریں