لاهور۔18مارچ (اے پی پی) وزیرستان كښې د پاک پوځ شهیدو شوو افسرانو او ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره يو قرارداد پنجاب اسمبلی كښې جمع کړے شوے ۔ قرارداد د مسلم لیګ( ن) د صوبائي اسمبلۍ غړې حنا پرویز بټ جمع کړے ۔ د پنجاب اسمبلۍ وياند تر مخه قرارداد كښې وئېلي شوي دا ایوان وزیرستان كښې شهیدو شوو د پاک پوځ افسرانو او ځوانانو ته بېرزوئنې وړاندې كوي ۔دا ایوان د پاک بوځ د شهيدانو كورنيو سره په غم كښې برابر شریک دے۔د پاكې خاورې دفاع لپاره به د پاک پوځ د شهيدانو قربانۍ عبث تلو له ورنه كړو ، ټول قام په خپلو مېرڼو شهيدانو وياړ لري او دا ایوان د ترهه ګرۍ مکمل خاتمې لپاره د پاکستان ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔