اسرائيل د غزه په الشفا روغتون كښې عمليات پيل كړل ٬ يو شمير فلسطيني وګړي شهيدان او ژوبل

رام اللہ ۔18مارچ (اے پی پی) اسرائیلی فوځ د غزہ تر ټولو لويې الشفا روغتون كښې عسكري عمليات پېل كړې دي۔ د الجزيره له مخې د غزه د روغتيا وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې اسرائیلی پوځ د ټانكونو د لارې روغتون محاصره كړې دې او په روغتون يۍ د ډزو لړۍ پېل كړې ده۔ بيان كښې لا وئيلې شوي دي چې په روغتون د …

رام اللہ ۔18مارچ (اے پی پی) اسرائیلی فوځ د غزہ تر ټولو لويې الشفا روغتون كښې عسكري عمليات پېل كړې دي۔ د الجزيره له مخې د غزه د روغتيا وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې اسرائیلی پوځ د ټانكونو د لارې روغتون محاصره كړې دې او په روغتون يۍ د ډزو لړۍ پېل كړې ده۔ بيان كښې لا وئيلې شوي دي چې په روغتون د اسرائيلي پوځ د ډزو په نتيجه كښې يو شمېر فلسطيني وګړي شهيدان او نور ژوبل شوي دي۔ بلخوا د ډزو په نتيجه كښې په سرجيكل كمپلېكس كښې اور هم لګېدلے دے۔ د غزه د روغتيا وزارت وېنا ده چې نزدې 30 زره وګړي په كومو كښې چې بې كوره شوي كسان ٬ ژوبل او طبي عمله شامل ده په روغتون كښې محاصره كړې شوي دي۔ بلخوا اسرائيلي پوځ په خپل بيان كښې وئيلي چې مونږ په لاؤډ سپيكر په شفا روغتون كښې پناه اخستونكو ته د روغتون خالي كولو امر كړے وو۔

مزید خبریں