
ډیرہ اسماعیل خان۔ 17 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین خان ګنډہ پور وئيلي دي صحت كارډ مو بحال كړے دے ٬ 8 نيم لكه كورنيو ته به رمضان پيكج وركولے شي٬ په خېبر پښتونخوا كښې چې كوم كارونه نه دي شوې هغه به په ترجيحي بنيادونو كوؤ٬ زمونږ تر ټولو اولنۍ ترجيح په صوبه كښې د امن وضعه ښه كول دي٬ له دې پرته مونږ پرمختګ كولے نه شؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ډیرہ اسماعیل خان ته رسېدو څخه وروستو په الامین هاؤس كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وزیراعلی ووئيل امن په ځايې كولو له مو يو بشپړه پلان جور كړے دے په كوم به چې دېر زر كار پېل كړے شي۔ ده ووئيل تېر يو نيم كال څخه د صوبې اولس صحت كارډ ته سترګې په لاره وو كوم چې مونږ يو وارې بيا پېل كړې دې۔ ده ووئيل مونږ به د روغتونونو حالت هم كوؤ۔ ده ووئيل 8 نيم لكه كورنيو ته به د دوئي د كور په درشل رمضان پېكج وركولې شي۔ ده ووئيل صوبه په خپلو پښو ودرول زما په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده ووئيل په لفټ کنال او ټانك زام به ډېر زر كار پېل كړے شي۔ ده ووئيل مېرمنو ته به د كور دننه د روزګار موقعې او ځوانانو ته به سكلز وركړؤ۔