وزیراعلیٰ علی امین خان ګنډاپور د شمالی وزیرستان په مير علي تحصيل كښې د امنيتي ځواكونو په پوسته ترهګر بريد وغندلو

پېښور ۔ 16 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین خان ګنډاپور د شمالي وزيرستان په مير علي تحصيل كښې د امنتي ځواكونو په پوسته د ترهګرو بريد غندنه كولو سره د دې په نتيجه كښې د لېفټېننټ کرنل او کېپټن په شمول د 5 اهلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خالي په ورځ په خپل بيان كښې ده غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره شهيدانو لپاره د لوړو درجو او په پېښه كښې د ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ ده ووئيل امنيتي ځواكونو په مړانه مقابله كولو سره د شهادت اعلی درجه ترلاسه كړه۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد امنيتي ځواكونو ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل هېواد لپاره د ځانونو قرباني وركوؤنكو ته ملت سلام كوي۔ ده ووئيل د ترھګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔ ده ووئيل هېواد كښې امن لپاره د امنيتي ځواكونو قربانۍ به بې ځايه نه ځي